‏فاکس نیوز راپور ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ۳۲ د پخواني حکومت څارنوالان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

‏د راپور له مخې، ۵۰ نور څارنوالان چې د طالبانو په زندانونو کې دي، د هغوی برخلیک نامعلوم دی. هغه افغان څارنوالان چې د طالبانو لخوا تعقیب کیږي، اروپایي هېوادونو ته تښتېدلي او ډېری یې د جدي خطر سره مخ دي.