‏د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست په ۱۵ ولایتونو کې د سخت باران او سېلاب د احتمال خبر ورکړی دی.

‏دغه خبرداری د شنبې په ورځ، د ۲۷ اسد او سبا لپاره په مختلفو ولایتونو کې ورکړل شوی دی. د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

‏همدارنګه، په ځینو سیمو کې د ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو په ساعت کې د سخت باد چلېدو احتمال هم شته.