‏طالبانو ویلي چې د ازبیکستان لومړی وزیر د کابل په سفر کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ تړونونه لاسلیک کړي دي.

‏دا تړونونه ۱۲ د پانګونې په برخه کې، چې ارزښت یې ۱.۴ میلیارده ډالر دی، او ۲۳ تړونونه د سوداګرۍ په برخه کې، چې ارزښت یې ۱.۱ میلیارده ډالر دی، شامل دي.

‏طالبانو ټینګار کړی چې د دغو تړونونو تطبیق به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د تجارت کچه به لوړه کړي. دغه تړونونه د مالیې، زراعت، کانونو او پټرولیم وزارتونو او ازبیکستان ترمنځ لاسلیک شوي دي.