‏د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حجه لحبیب ویلي چې افغان مېرمنې د طالبانو د سختو محدودیتونو په شرایطو کې، له ښوونځیو، پوهنتونونو او کار بازار ته د لاسرسي پرته ژوند کوي.

‏هغې په ټولنیزه شبکه اېکس کې د طالبانو د واک د درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د دې ډلې واک ته رسېدل د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، لپاره لویه ناکامي وه.

‏بلجیم ژمن دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د نجونو تعلیم او بشري حقونو دفاع وکړي.