‏په اسلام آباد کې د طالبانو “د فتحې په نوم ورځ” په شانداره مراسمو سره ونمانځله، چې پکې د مولانا فضل الرحمان، محمود خان اڅکزي او سراج الحق په ګډون طالب پلوو پاکستاني سیاستوالو برخه اخیستې وه.

‏په دې غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ جشن ولمانځل شو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د نویو اړیکو پیل په ګوته شو.

‏په دې مراسمو کې د پاکستان فدرال وزیر ریاض حسین پیرزاده، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی آصف دراني، او شمیر نورو هېوادونو ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و.