‏د کاناډا د بهرنیو چارو، نړیوالې پراختیا، او کډوالۍ وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو پر واکمنۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان نجونې اوس په خپلو کورونو کې بندیانې دي.

‏دوی وویل چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او زده‌کړې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه تللې دي.