‏د پرانیستې ټولنې بنسټ مشره، بنفشه نوروزي، په تایم مجله کې لیکلي چې وخت رارسیدلی چې د طالبانو مشران د ښځو د حقونو د سختو سرغړونو له امله د هاګ نړیوالو محکمو ته کش کړل شي.

‏نوموړې وايي، دا ګام به په طالبانو باندې د بشري حقونو د رعایت فشار زیات کړي. دا مقاله د پنجشنبې په ورځ، د طالبانو له بیا واکمنېدو درې کاله وروسته، خپره شوه، او د افغانستان اوسنی وضعیت او د ښځو په زده‌کړه او کار باندې محدودیتونه او د بدني مجازاتو بیرته راګرځیدل څیړي.