‏د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بئربوک د طالبانو پر واکمنۍ سختې نیوکې وکړې، ویې ویل چې د طالبانو ‘غیرانساني رژیم’ د میلیونونو افغان ښځو او نجونو هیلې له منځه وړې او هغوی یې په کورونو کې بندې کړې دي.

‏بئربوک ټینګار وکړ چې د طالبانو رادیکال اسلامي فکر د ښځو بشري حقونه په شدیده توګه نقض کړي دي.