‏د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانان له درې کلنې ناحل شوې نا‌هيلۍ سره مخ دي، ځکه چې طالب چارواکو د بشري حقونو نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې “جنایتونه” ترسره کوي چې نه مجازات کېږي.

‏په تازه راپور کې د ښځو په اړه ترسره شوې ټول‌پوښتنې ښيي چې دوی د خپل ژوند په ټولو برخو کې خپل رول له لاسه ورکړی.