‏د افغان ویتنس سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په پراخه کچه زیات شوی دی. د دې راپور له مخې، په تېرو دوه نیمو کلونو کې ۸۴۰ ښځې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ښکار شوي او ۳۳۲ د ښځو وژنې پېښې ثبت شوې دي.

‏افغان ویتنس همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په عامه برخه کې د ښځو له سیستماتیکې حذفېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه تاوتریخوالي په افغانستان کې د ښځو د اعتراضونو د کمېدو لامل شوی دی.