د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن، مرستيالې او د ډيموکراتانو ګوند راتلونکې ولسمشريزې نوماندې، کاملا هرېس، يوه افغانه امريکايۍ نسرين بارکزۍ د مسلمانانو او عربانو د چارو پرمخ بېولو په هدف د خپلې سلاکارې په توګه وټاکله.
د امریکایي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ نسرينه بارکزۍ تر دې وړاندې په سپينه ماڼۍ کې د مسلمانانو، عربو او د غزې سره تړلو موضوعاتو په برخه کې دنده ترسره کوله، خو اوس د ولسمشرۍ لپاره د يوې نوماندې د ارشدې سلاکارې په توګه ټاکل کېدل یې په امريکا کې بحثونه راپورته کړي دي.
نسرينې بارکزۍ ان بي سي نيوز ته ویلي دي ویاړي په چې له مرستيالې ولسمشرې سره په ټيم کې د ټاکنو د پراخو موضوعاتو لکه ډيموکراسۍ، د مېندوارۍ حقونو او په مسلمانانو او عربانو پورې تړلو موضوعاتو باندې کار کوي.