‏یونسکو خبرداری ورکړی چې طالبانو د ۱.۴ میلیونه نجونو له تعلیم څخه په محرومولو سره د یو نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.

‏دغه سازمان ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې هم د زده کوونکو شمېر په ډیره کچه کم شوی دی.

‏یونسکو زیاته کړې چې د زده کړو د پرېښودو زیاتوالی کولی شي ماشومان کار او کم عمره ودونو ته اړ کړي.

‏د طالبانو د سیاستونو له کبله، په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې شاوخوا دوه لسیزې پرمختګ له منځه تللی او اوس ۸۰ سلنه د ښوونځي عمر لرونکې نجونې له زده کړو بې برخې دي.