‏د جمهوریت تر سقوط درې کاله وروسته، امریکا ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ودانت پټل، ویلي چې تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي او واشنګټن لا هم د دې ډلې د ضعیف بشري حقوقو کارنامې له امله د اړیکو عادي کول د دوی د چلند د ښه والي سره تړلی ګڼي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، هیله لري چې لویدیځ هیوادونه به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي.