د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک له سخت بشري بحران سره مخ دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې ۱۲.۴ میلیونه خلک له غذایي ناامنۍ سره مخ دي او ۴۸ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اوچا دا هم ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستې د تېرو کلونو په پرتله ۲۵ سلنه کمې شوې دي.