‏طالبانو د اسد ۲۴مه، د واک ته د بېرته رسېدو ورځ، “مهمه او ویاړمنه” ورځ ګڼلې او ادعا کړې چې شریعت یې نافذ کړی دی.

‏دوی له افغانانو غوښتي چې د دوی واک ته رسېدو شکر وباسي. په ورته وخت کې، د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو واکمني د ښځو د حقونو تر ټولو ستر بحران بللی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ښځو پر ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي.

‏د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې ۹۸ سلنه افغان ښځې په ټولنه کې د لږ یا هیڅ اغیز احساس کوي.