‏د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو خپلواکي، حقونه او ورځنی ژوند اغېزمن کړي دي.

‏ملګري ملتونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. طالبانو ښځې له کار، زده‌کړو، پارکونو او سپورتي کلبونو څخه منع کړې دي.

‏د یوې سروې له مخې، ۹۸ سلنه افغان ښځې احساس کوي چې په ټولنه کې یې د تصمیم نیولو واک محدود یا هیڅ نه دی او ۶۸ سلنه یې رواني وضعیت خورا بد ګڼي.