‏د ۲۴ اسد په رارسېدو سره، په خوست کې ځوانان د طالبانو د تبلیغاتو لپاره پیسې ترلاسه کوي. دې کسانو ته د پراخو تبلیغاتو په بدل کې ځانګړي امتیازات او میاشتني معاشونه ورکول کیږي او جعلي حسابونه هم چلوي. طالبانو هټیوال هم ګواښلي چې د دوی بیرغ ونه ځړوي مجازات به شي. د اسد ۲۴مه عمومي رخصتي اعلان شوې ده.