‏سرچینې راپور ورکوي چې په کابل کې په یوه ساعت کې دوه چاودنې شوې دي. لومړۍ چاودنه د ماښام په ۸:۴۵ بجو د کابل په ۱۶مه ناحیه کې د قلعه زمان خان په سیمه کې شوې ده.

‏دویمه چاودنه د سه‌شنبې شپه په ۹:۴۵ بجو د کابل په شمال کې د بوستان په سیمه کې شوې ده. تر اوسه د دې پېښو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.