د طالبانو ترکنټرول لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي او د کار او ټولنیزو چارو سرپرت وزیر عبدالمنان عمري، یوشمېر افغان صادرونکو او ازبکستاني سوداګرو سره چې د روسیې په فدراتیف جمهوریت کې فعالیت لري، لیدنه وکړه.

د صنت او سوداګرۍ وزارت نن سه شنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کرهنیزو محصولاتو او په تېره بیا د افغانستان د تازه میوو د سم او معیاري پروسس او  د روسیې په فدراسیون کې د هغې لپاره د بازار موندنې په اړه خبرې اترې شوې دي.

اعلامیه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له قوله لیکلي دي چې یاد وزارت به د روسیې هېواد بازارونو ته د هېواد د کرهنیزو محصولاتو او په تېره بیا تازه میوو د رسیدنې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې افغان او ازبکستاني سوداګرو د افغانستان د کرهنیزو توکو او تازه میوو د لېږد او هلته د هغې لپاره د بازار موندنې په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.