د طالبانو ترکنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی دی چې د پکتیکا ولایت په سرحوضې ولسوالې کې یې د عازوبي د اوبو بند چاري بشپړې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه بند د ۲ میلیونه او ۷۳۹ زره افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غازوبي د اوبو بند د ۴۱ مټرو پر اوږدوالي او د ۶ اعشاریه ۲ مټرو پر لوړوالي جوړ شو، چې د ۳ زره ۵۰۰ مټره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.

ویل کیږي، چې د دې بند چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې تر سره شوې دي.