د ننګرهار ولایت سیمه اییزې رسنۍ خبر ورکوي چې د دې ولایت په تورخم ښارګوټي کې د طالب او پاکستاني ځواکنو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

رسنیو ویلي دي چې دا نښته نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د مازدیګر شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ دواړو خواوو د یو بل پر وړاندې سپکې او درنې وسلې کارولي او طالبانو له ننګرهار څخه سیمې ته تازه دمي ځواکونه وراستولي دي.

تر دې دمه په دې نښته کې دواړو لوریو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

رسنیو ویلي دي نښته له هغې وروسته شوې ده چې طالبانو غوښتل د تورخم ښارګوټي په صفري برخه کې امنیتي پوسته جوړه کړي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.