د طالبانو ترکنټرول لاندې د ټولګټور وزارت ادعا کړې ده چې تېر کال یې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک کړی دی او اوس مهال د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي.

د ټولګټور وزارت مسولینو نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د دې وزارت د یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې وویل چې د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک ابتدایي، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي او د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک  مشاهداتي سروې تر سره کول، ۲۷۹.۴۸  کیلومتره سړک د ډیزاین او د ۱۶۰ متره پلونو د ترمیماتي ډیزاین د چارو بشپړېدل او د  ۲۴۴.۸  کیلومتره سړک د ډیزاین چارو پیلول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو همداراز څرګنده کړې ده چې په اساسي ډول د۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې، د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار- ارزګان لویې لارې، د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ترینکوټ- دهراود سړک او د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د معروف – ارغستان سړک، بیا رغونه د وزارت تر کار لاندې ده.

د دې وزارت د مسئولینو په وینا، د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د هرات- چشت شریف سړک د دویم لاټ او د ۱۵۱ کیلومتره په اوږدوالي د قیصار- لامان حلقوي سړک د دویم، څلورم او پنځم لاټ بیارغونه، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.