داعش وسلوالې ډلې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د ننۍ ماین چاودنې مسولیت پر غاړه واخیست.

داعش نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې یو مسافر وړونکي موټر کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې څو ساعته وروسته د دې برید مسولیت ومانه.

په دشت برچي سیمه کې د دې ماین چاودنې په پایله کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په وار وار ټینګار کړی چې داعش وسلواله ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې او د دا ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نلري.