د بدخشان ولایت سیمه اییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز فیض اباد ښار د کوکچې سیند کې دوه پېغلې انجونې اوبو کې ډوبې شوې دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو سر د مبارزې رییس محمد کامګار نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې پبه ۱۱ مه نېټه ویلي دي دغه انجونې چې د چکر په موخه د کوکچې سیند غاړې ته تللي وې سیند تر لوېدو وروسته اوبو کې ډوبې شوې دي.

محمد کامګار د دغو انجونو عمرونه ‍۱۸ او ۲۱ ښودلي دي او څرګنده کړې ده چې د هغوئ مړي د سیمې د خلکو له لوري له اوبو ویستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ځینې ځوانان د کوکچې سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ په تېرو نږدې دوه مېاشتو کې د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې لږ ترلږه لسو کسانو په کوکچې سیند کې خپل ژوند بایللی دی.