د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی دی چې په نېږدي راتلوونکې کې به د سالنګ لویې لارې د کانکرېټ اچونې چارې پیل کړي او د دې سړک پاتې برخې به بشپړې کړي.

د ټولګټو وزارت نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه لویه لار به د سنبلې مېاشتې له لومړۍ نېټې وروسته  د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله مسافروړونکو او همداراز باري موټرو د تګ راتګ پر وړاندې تړلي وي.

د ټولګټو وزارت همداراز څرګنده کړې چې دغه لار به یواځې د کوچنیو مسافر وړونکو موټر پر مخ شپه او ورځ خلاصه وي او دوی د فرعي جوړو شویو لار ود تګ راتګ اجازه ولري.  

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د سالنګ لویه لار د بیارغونې په موخه څو مېاشتې د خلکو پر مخ تړلې وه.

مسافر او موټر چلوونکي پر طالبانو نیوکه کوي چې دغه لار یې په معیاري ډول نه ده جوړه کړې او په دې پلمه له موټرو پیسې اخلي.