‏منیژه تلاش، چې په المپیک کې یې د “د افغان ښځو آزادي” شعار ښکاره کړی و، له سیالیو څخه حذف شوه، چې دا کار په نړیوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

‏د ټولنیزو شبکو کاروونکي دا اقدام ناعادلانه ګڼي او وایي چې دا شعار سیاسي نه دی بلکې د افغان ښځو لپاره د مرستې غوښتنه ده.
‏ سره له دې چې منیژه د سیالیو څخه حذف شوه، خو د هغې ملاتړ پراخ شوی دی.