د ایران کاشان ښار د اصنافو د اتحادیې مشر اعلان کړی چې د افغانانو ته د دکانونو کرایه کول منع شوي او قانوني پیګرد به ولري.
دا بندیز هغه افغانان هم شاملوي چې قانوني اسناد لري او هم بې اسنادو مهاجرین. په ورته وخت کې، ایران په تېرو میاشتو کې د افغان مهاجرینو په زور ویستلو پروسه چټکه کړې ده، چې د بشري حقونو سازمانونه یې غندي.