‏په پاکستان کې افغان مهاجرین خبر ورکوي چې په اسلام‌آباد کې د افغان نجونو يو مکتب د بوديجې د کمښت له کبله تړل شوی دی.

‏د آفتاب مکتب، چې له ۲۰۲۳ کال څخه یې فعاليت کاوه، د مالي ملاتړ د نشتون له امله تړل شوی، په داسې حال کې چې تر ۴۰۰ زياتې نجونې یې چې له زده‌کړو محرومې وې، جذب کړې وې.

‏د دغه مکتب مؤسس، سید قاسم هاشمي، وايي چې له دې تړلو سره، افغان نجونې په اسلام‌آباد کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې.

‏نوموړي د نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د دغه مکتب د دوام لپاره مرسته وکړي.