د لغمان ولایت لپاره د طالبانو سیمه اییزو چارواکو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یو کمر را ښوېیدو په پېښه دوه کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د لغمان امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزي نن جمعه د اګسټ مېاشتې په ۹ نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه پېښه د الینګار ولسوالۍ په منګو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې سیمه کې په یو مازدا موټر کې د خاورې بارولو پر مهال یو لوی کمر ښوېیدولی دی او په پایله کې یې یو کوچنی ماشوم او یو ځوان مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې مړه شوي دواړه سره وروڼه دي او مشر ورور یې په مزدورۍ موټر کې خاروه باروله.

دغه طالب چارواکي همدارا څرګنده کړې چې د لغمان ولایت لپاره طالب چارواکو د مړه شویو کسانو کورنۍ سره نغدي او خوراکي مرسته کړې ده.