ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې لا هم په افغانستان د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه یوه جدي اندیښنه ده او باید پرینږدو چې دغه هېواد یوځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د پنجشنبې په ورځ د اګست مېاشتې په ۸ مه نېټه خبردارۍ ورکړ چې له افغانستان څخه د باندې د داعش د خراسان څانګې د بریدونو خطر موجود دی.

ولادیمیر ورونکوف ویلي دي چې د داعش – خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیسیتکي توان زیات کړی.

نوموړي زیاته کړه چې داعش ډلې په افغانستان کې د سرتیرو جذبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

ورونکوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډې کې د افغانستان له ګاونډیانو څخه وغوښتل چې د داعش – خراسان له لوري پیدا کېدونکی ګواښ کنترول کړي او د هغه د زیاتېدو مخه ونیسي.

تر دې مخکې د جولاۍ په ۳۱ نېټه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په یو راپور کې ویلي وو چې د داعش او له هغه سره د تړلیو ډلو ګواښونه «په خپل حال پاتې او د ترهګرۍ د پرلپسې مبارزې سره سره داعش او ورسره نورې تړلې ډلې خپلې ودې او پراختیا ته دوام» ورکوي.