د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ خبر ورکړی دی چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر ريیس مولوي ذاکر د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره لیدلي دي.

ارګ نن پنجشنبه د اګسټ مېاشتې په ۸ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د ښاغلي ډېکسن له قوله لیکلي دي چې نوموړی د طالبانو او برېټانیا ترمنځ د سیاسي اړیکو رغېدو او مثبت تعامل لپاره هڅې کوي.

 په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر په دې لیدنه کې څرګنده کړې چې طالبان هڅه کوي د سیمې او نړۍ په کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

په دې خبر پاڼه کې همداراز زیاته شوې چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او همکاریو په موخه تر خبرو وروسته د دغو ناستو پر دوام ټینګار شوی دی.