د طالبانو ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت له ایران څخه غوښتي چې د یاد هیواد په زندانونو کې د اعدام سزا سره مخ بندیانو په ګډون نور افغان بندیان دې افغانستان ته وسپاري.

حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ د اګست مېاشتې په ۶ مه د طالبان ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې له یران څخه وغوښتل چې د افغان بندیانو سره دې له احتیاط څخه کار واخلي.

ښاغلي فطرت په دې اړه څرګنده کړې ده چې د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو په ګډه همغږۍ افغان بندیان له ایران څخه هېواد ته را انتقال شي، څو د افغانستان د قوانينو له مخې هغوی خپله سزا وويني.

د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو یو تړون د پخواني اسلامي جمهوري حکومت پرمهال لاسلیک شوی او تر اوسه د اعتبار وړ دی.

طالبانو ادعا کړې چې ایران تر اوسه افغانستان ته څلور زره افغان بندیان سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې یاد هېواد د روان ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون تر ۳۰۰ پورې کسان اعدام کړي دي.