د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی دی چې په هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیايي معلوماتو عمومي رییس انجنیر عبدالمتین سالک نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د دې ادارې د لاسته راوړونو په کنفرانس کې وویل چې تېر کال په هېواد کې په ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه باندې غنم کړل شوي و.

ښاغلي عبدالمتین سالک همداراز د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه په ډاګه کړل چې په وینا یې د تېر کال په پرتله د غلو په حاصلاتو کې ۱۳.۲ سلنه او د پنبې په حاصلاتو کې ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.