د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی دی چې په لومړي ځل له هرات ولایت څخه سعودي عربستان ته په مستقیم ډول د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې پیل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې تېر شپه په لومړي پرواز کې د خواجه عبدالله انصاري له نړیوال هوايي ډګر څخه ۱۲۷ کسان د عمرې حج ترسره کولو په موجه جدې ته روان شول.

د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د دې ولایت د طالبان د والي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل چې تر دې وروسته به د خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر له لارې په منظم ډول له هرات نه جدې ته پروازونه ترسره شي.

د معلوماتو پر بنسټ د اریانا افغان هوايي شرکت به سعودي عربستان ته په اوونۍ کې یو پرواز ولري چې ورسره به د لودیځ زون د خلکو ډېرې هوايي ټرانسپورتې ستونزې حل شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همداراز څرګنده کړې چې د خواجه عبدالله انصاري په عصري وسایل سمبال دی او اوس مهال د کورنیو او بهرنیو پروازونو لپاره ترې استفاده کېږي.