د طالبان تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د «یو ان اف پي اې» سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره لیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې په کتنه په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي او د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي نور جلال جلالي په دې کتنه کې د یاد سازمان له مشر څخه غوښتي څو په راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال معیاري او نوې نقشې عملي او ترڅنګ یې د هېواد په ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو لپاره د فیسټولا په برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر په دې کتنه همداراز د لرې پرتو سیمو اوسېدوونکو لپاره د روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب ګڼلی او ویلي دي چې په دې برخې کې دوامداره هڅې کوي؛ څو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدوونکو ته غوره روغتیايي خدمات ورسوي.