په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له اکبله په زرګونه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې Save the Children نن سه شنبه د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې د روان کال په شپږو مېاشتو کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله ۳۸ زره کسان اړ شوي چې خپلې مېنې او سیمې پریږدي او بې ځایه شي.
د دې ادارې په راپور کې راغلي دي چې روان کال په لومړۍ نیمايي کې د وچکالۍ، لوړ حرارت، سیلابونو، د ځمکې ښوویېدنې، برف کوچونو او توپانونو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر د تیر کال په پرتله خورا زیات و.
دغې نړیوالې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پاې کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه د ۷۴۷ زره ماشومان بې کوره شوي وو چې دا شمیر په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو څخه د زیامن شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمیر وو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې دوېیم هېواد دی.