د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ په ننګرهار ولایت کې د ۱۷ سیمه ییزو رسنیو د فعالیت جوازونه د مالیې نه ورکولو له کبله ځنډولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په ننګرهار کې یادو رسنیو ته ویلي دي تر هغه چې خپل مالیات ورنکړي د فعالیت اجازه به ونلري.

یاد مرکز په خپله اعلامیه کې د طالبانو د دې پریکړې په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې او له دې ډلې یې غوښتي دي چې په خپله پریکړه دې له سره کتنه وکړي.

د معلوماتو له مخې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې اترا د ننګرهار ولایت سیمه ییزو رسنیو ته د جواز ځنډولو پریکړه د هغوئ مالکانو ته په شفاهي او لیکلې بڼه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څرګنده کړې چې د ننګرهار ولایت سیمه‌ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه باید هر کال د فریکونسۍ جواز د تمدید لپاره ۱۰۸ زره افغانۍ او دغه راز، ۲۵ ډالره جانبي لګښت ورکړي؛ خو په وینا یې دغه رسنۍ له دې اړخه پوروړي دي او د دې د پورونو کچه له یو کال څخه نیولې ان تر ۱۰ کلنو پورې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د یوشمېر رسنیو فعالیتونه ځنډولي و او ترڅنګ یې پر رسنیو یې فشار هم خورا ډېر کړی دی.