د طالبانو تر کنټرول لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی دی چې د «جین شین» په نامه یو چینايي شرکت په افغانستان کې د باروړونکو موټرو او اسکواټورونو د واردولو په برخه کې پانګونه کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د «جین شین» په نامه د دې خصوصي شرکت استازی ینګ د دې وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین مولوي احمدالله زاهد سره په کتنه کې ویلي دي چې یاد شرکت لېواله دی څو په دې برخه کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې دغه چینايي شرکت همداراز د اسکواټور او باري موټرو د ترمیم ورکشاپ او د یادو موټرو د نندارتون جوړول هم په نظر کې لري چې له دې لارې به ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دې وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین د «جین شین» شرکت مسولینو ته په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چینايي شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.