ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې د افغانستان او ایران ترمنځ په دوغارون مرز کې د تیلو د یو ټانکړ د سوځېدو په پایله کې دغه مرکز د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوی دی.

د معلوماتو پر بنسټ دغه اور لګېدونه نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه د درې ایراني او یو افغاني ټانکر د سوځېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.

ایراني چارواکو د دې اورلګېدونې علت کې د ټانکر موټر چلوونکو بي احتیاطي ښوودلې ده او ویلي دي چې دغه اور لا تراوسه نه دی کابو شوی.

ویل کېږي تر دې اور لګېدونې وروسته په دوغارون اقتصادي سیمه کې هر ډول اقتصادي فعالیت او تګ راتګ منع شوی او تر څنګ یې مرزي بازار هم تړل شوی دی.

تر دې دمه په دې اور لګېدونه کې د اوښتي تلفاتو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.