په چین هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت خبر ورکړی دی چې په دې هېواد کې د دې ډلې سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره لیدلي دي.

په چین کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې په دې کتنه کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، له ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د متقابل تعامل له مخې د حسنه روابطو او اقتصادي اتصال پر پیاوړتیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر تجارتي، ټرانزیټي، قونسلي او نورو مسائلو بحث او خبرې اترې شوې دي.

د سفارت په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې  دواړو خواوو د چین اوافغانستان ترمنځ اوسني سیاسي او اقتصادي روابط مثبت ارزولي او په دې برخه کې د لاډیرو هڅو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چین په دې ورستیو کې د افغانستان په بېلابېلو کانونو په میلیونونه ډالر پانګونه کړې او همداراز د اوبو د سترو بندونو په برخه کې یې هم پانګوونې ته لېوالتیا ښودلې ده.