په زابل ولایت کې ځايي طالب چارواکو خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د سختو اورښتونو وروسته د سېلاب د راوتلو په پایله کې ۱۰ کسان مړه شوي او یو کس ټپی شوی دی.

د زابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانی ویاند ذبیح الله جوهر نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه سیلابونه د دې ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې راوتلي دي.

ښاغلي جوهر څرګنده کړې چې سیلابونو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

په ورته وخت کې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست تازه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو را وتلو او تالنده برېښنا خبرداری ورکړی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې اوښتونو او سیلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.