د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو را وتلو او تالنده برېښنا خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ریاست نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې سبا سه شنبه د اګسټ په ۶ مه نېټه به نورستان، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولايتونه د نسبتاً تېزو بارانونونو او سېلابونو شاهد وي.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی.
دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو، سیلابون او توفانونو له کبله خلکو درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.