طالبانو خبر ورکړی دی چې د ملا هبت الله اخندزاده په حکم یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ د سرحدي سیمو د اوسیدوونکو د ستونزو د حل لپاره یوه کمیټه جوړه کړې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه د اګسټ په ۴ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې دغه کمیټه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولايتونو د مرستيالانو، اړوندو ولايتي رئيسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت استازو په ګډون جوړه شوې ده.
ښاغلي حمدالله فطرت ویلي دي چې دغه کمېټه به د يادو سيمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمات، د ديني او عصري زده کړو، روغتيا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې لازم ګامونه واخلي او عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
نوموړي څرګنده کې چې د ملاهبت الله اخندازده په حکم کې د ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغې کمېټې ته د اړتيا وړ بودجې په برابرولو کې ګامونه واخلي.