د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په سهار د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اسراییل پر شمالي برخو یې لسګونه تووغندي ور توغولي دي.

دغې ډلې نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اسلامي مقاومتت ډلې داځلې د اسراییل بیت هلل ښارګوټی په نښه کړی او په دې ښارګوټي یې سلګونه توغندي ورولي دي.

د حزب الله په خبر پاڼه کې راغلي دي چې دغه توغندي یې د لبنان په کفر کلا او دیر سریان سیمو د اسراییل د تېرې ورځې د بریدونو په ځواب کې ور توغولي دي.

اسراییل هم اعلان کړی دی چې د لبنان له لوري ور ویشتل شوي ځینې توغندي یې لمنځه وړي دي.

تر اوسه د دې توغندیزو بریدونو په پایله کې د اوښتو تلفاتو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.