د غزې عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی دی چې پر یو ښوونځي د اسرائیل هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت او د حماس حکومت ویلی چې په برید کې څه د پاسه ۱۰۰ کسه نور ټپیان شوي هم دي.

برید د غزې په دیر البلاح په سیمې کې په ښوونځي باندې شوی چې د جګړې له کبله بې ځایه شویو خلکو پکې پنا اخیستې ده.

د فلسطین چارواکو همدارنګه ویلي چې د شنبې په ورځ د خان یونس ښارګوټي کې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې وژل شوي عام خلک که د حماس غړي و.

د ملګرو ملتونو چارواکي په اسرائیل تور لګوي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې د له اندازې ډیرې قوې څخه کار اخلي او پدې ناکام شوي چې د ملکیانو لپاره خوندي ځای برابر کړي.