د بشري حقونو د څار سازمان د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو ته په کتو ویلي دي چې په میلیونونو نجونې او ښځې په افغانستان کې د زده کړې او ورزش په ګډون له ابتدايي حقونو څخه بې برخې شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د جولای په ۲۶ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یو مطلب په خپرولو سره ویلي دي چې طالبان باید دا اوړه چلند پای ته ورسوي او د ښځو پر ابتدايي حقونو باندې لګول شوي محدودیتونه بیرته واخلي.

یاد سازمان د المپیک سیالیو پیل ته په کتو زیاته کړې چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د ورزش له حق څخه منع شوي دي، طالبان باید د ښځو پر حقونو باندې لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز په افغانستان کې له ورزش او زده کړو څخه د افغانو ښځو او نجونو د محرومیت پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې تر ټولو ډېر بندیزونه پر افغان ښځو او انجونو لګولي دي و ان دوی یې له خپلو ابتدايي انساني حقونو محرومې کړې دي.

دغه ډله په ورزش کې د ښځو پر ګډون د محدودیت سر بېره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تللو منع کړي او د ښځو پر کار او ټولنیز ژوندانه یې ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.