د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان د مالي برنامو د ګډوډولو لپاره د معلوماتو په بدل کې تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده.

‏د دې وزارت د تروریزم ضد مرکز ویلي دي چې داعش خراسان د طبیعي منابعو د استخراج او غیرقانوني مالي مرستو له لارې خپلې فعالیتونه تمویلوي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې داعش خراسان د خپلو مالي فعالیتونو لپاره له غیرقانوني حوالو کار اخلي. اړوند معلومات باید شامل وي: شرکتونه، نهادونه، اشخاص او مالي مؤسسات چې له داعش خراسان سره همکاري کوي.