د کابل ښار په نهمه ناحیه کې نن پنجشنبه د جولای په «۲۵» مه نېټه د لایف پرل په نامه د درمل جوړولو یوې فابریکې په رسمي ډول په کار پیل وکړ.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د دې کارخونې په پرانیستغونډه کې د وینا پرمهال وویل چې د دې کارخونې پرانیستل کېدو سره درملو ته د خلکو لاسرسی پراخيږي او د درملو په به برخه کې به اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره شي.

عبدالغني برادر زیاته کړه چې د دې فابریکې تولیدي درمل به د ښاریانو د روغتیايي وضعیت لپاره ګټور تمام شي او همداراز د هېواد په اقتصادي وده کې به هم مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې د «لایف پَرَل» د درملو په تولیدي فابریکه کې «۲۰» میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د بېلابېلو درملو د تولید تر څنګ یې «۳۰۰» کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.