رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د نیپال هېواد سوریا هوايي چلند شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه د دې هېواد په پلازمېنه کټمنډو را لوېدلې او په پایله کې یې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

رویټرز د نیپالي چارواکو له قوله ویلي دي چې دغه الوتکه د الوتنې پرمهال په هوايي ډګر کې را لوېدلې ده.

د معلوماتو له مخې په دې مسافر وړونکې الوته کې دوه خدمې او ۱۷ تخنیکي کارکوونکي سپاره و او د یوې بلې الوتکې د ترمیم په موخه د دې هېواد پوخار ته روانه وه.

ویل کېږي چې د الوتکې د سپرلۍ له ۱۹ تنو څخه یو یې یمنی انجنیر و او پاتې ۱۸ نور یې نیپالیان وو.