د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي چې د مس عینکو کان پروژه د طالبان لپاره خورا مهمه او حساسه ده او له همدې کبله یې د هغه عملي چارو ته زمینه برابره کړې ده.

د رییس الوزار اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې نن چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه د مس عینک پروژې ته د تللي سړک د جوړولو چارو په پرانیستغونډه کې وینا کوله وویل چینايي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د یادې پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل کړي.

ښاغلي برادر ټینګار وکړ چې په یاده پروژه کې هېڅ ډول خنډ ورته د منلو نه دی او باید د مس عینکو کان چارې په چټکۍ سره پرمخ یوړل شي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، همداراز د دغې پروژې د چینايي کارکوونکو او په افغانستان کې د ټولو پانګوالو د امنیت ډاډ ورکړ.

د ویلو ده چې مس عینک کان د کابل په ۴۰ کیلومټرۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري او د نړۍ په کچه د مسو دویم ستر کان په حیث پېژندل شوی دی.